په غمونو کښې خندا کړه
په خندا کښې غم هیر نه کړې
او د ډیرو په سودا کښې
چې قیمت د کم هیر نه کړې
د وصال په لمغړو کښې
د فراق ستم هیر نه کړې
دا چی ته یی سترګو ته خاندی
د دی سترګو غم هیر نه کړې
د الله الله په شور کښې
چې صنم صنم هیر نه کړې
غنی خان
په خندا کښې غم هیر نه کړې
او د ډیرو په سودا کښې
چې قیمت د کم هیر نه کړې
د وصال په لمغړو کښې
د فراق ستم هیر نه کړې
دا چی ته یی سترګو ته خاندی
د دی سترګو غم هیر نه کړې
د الله الله په شور کښې
چې صنم صنم هیر نه کړې
غنی خان